Pashto

د کارنسه پرلیکه ښونځی ته ښه راغلاست! 

NoTe Norwegian Teaching   پرلیکه نارویژي کورس دی چې د هرې کچه کورسونه لري. زمونږ د نارویژي زده کړې تا په مختلفو کچو د نارویژي ژبې ازموینو ته چمتو کوي. توپیر نه کوي که هغه د نارویژي ازموینه وي او که برګین ټیسټ چې د لوړو زده کړو لپاره ترسره کیږي. زمونږ کورسونه د ناروی د مهاجرو د ریاست (َUDI) او (Kompetanse Norge) له خوا تصویب شوي دي. پرلیکه کورسونه د لایق ښوونکو  له لوری چې نارویجې یی مورنې ژبه ده، تدریسیږې. یادو ښوونکو له ډېره وخته د نارویژي زده کړو په برخه کې کار کړی. 

پرلیکه کورس انعطاف مننونکي دي

زمونږ کورسونه پر لیکه (انټرنیټی) دي له همدی امله انعطاف مننونکي دي. تاسي په هر وخت او هر ځای کې کورس ته لاس رسي لري او مطالعه کولاي شي. یاد کورسونه ټولو خلکو ته مناسب دي، که هغه د ژوند په هرو چارو کې وي. توپیر نه کوي که تاسي زیات کاری مصروفیات لري، او یا په کور کې یاست او مطالعه کوي.

 مونږ د الف۱، الف۲، ب۱، ب۲، ث۱ (A1, A2, B1, B2 og C1) کچې کورسونه لرو، نو له همدی امله ته کولای شي چې خپل کورس خپله وټاکی. پروا نه کوي که ته نوی زده کوونکې يی، او یا غواړي چې خپله نارویجی لا ښه کړي. مونږ تا ته سپارښتنه کوو چې هر ورځ له دوو نه تر دریو ساعتو پورې له ټاکل شوي کورس باندي کار وکړي، تر څو له کورس څخه اعظمي ګټه پورته کړی. مونږ روغتیايی-ناروژي او د وړکتون-ناروژي کورسونه هم لرو، یاد کورسونه د هغو خلکو لپاره دي چې د روغتیا یا د ماشومانو د روزنې په برخه کې کار کوي. مونږ د خبرو اترو تمرینات هم لرو د هغه کسانو لپاره چې غواړي ځان د ناروژی تقریرې ازموینو ته چمتو کړي. د هغه کسانو لپاره چې ټولنپوهنې کورس ته اړتیا لري، موږ دوي ته په عربی، سومالی او انګلیسې تدریس ورکوو.

ښه ښوونکي او معیاری کورس

د پرلیکه ښوونځی شروع په ۲۰۱۵م  کال کې وشوه. کارنسه خپله ۱۵ لس کلنه تجربه څخه په کار واچوله تر څو د نارویجی داسي کورس جوړ کړي چې ښه پایلې ولري. پرلیکه ښوونځی د لایقه ښوونکو یوه ډله لري چې زمونږ دزه کوونکو ته لارښونه کوي. له انټرنیټی کورسونو سره تاسي زمونږه د زده کړو له وړیا سرچینو څخه هم ګټه اخستلي شي. چې له دې جمله څخه د کارنسه د یوټوب ویډیوګانې، پوډکاسټ، غږیز پیغامونه، د انستګرام حساب او د فیسبوک ګروپ دي. 

زمونږ د مختلفو کانالونو په اړه تړونې باندي کلیک وکړي.

کورس له شخصی لارښوونې سره

د نارویژي پر لیکه کورس په ځان کې د لوستلو، اوریدلو، لیک تمرینونه او د خبرو ثبتونه لري. هغه لیکنې چې د زده کوونکو له خوا ښوونکو ته لیږل کیږي، هغه د ښوونکو له خوا لوستل کیږي، سمیږي او په اړه یی قضاوت کیږي. بیا تاسو ته د ښوونکو له خوا مشوره درکول کیږي چې څنګه په راتلونکې کې لا ښه شي. د لا زیاتو معلوماتو لپاره کورسونه وګوره چې کوم څیزونه په کورس کې ګډ دی، او یا مونږ ته یو بریښنالیک راولیږي.

زمونږ کورسونه دلته وګورئ (تړونی زمونږ کورسونو ته)

په کورسونو کې د میاشتې یو ساعت له ښوونکو سره خبرې کول هم ګډ دي. دا ساعتونه کولاي شي چې د خبرو کولو د تمرین په توګه وکارول شي. چیرته چې تاسي کولاي شي پر خپل تلفوظ کار وکړئ تر څو نارویجې په ښه توګه تلفوظ کړي، نه یوازي لیکل او لوستل. تاسو دا ساعت د دی لپاره هم کارولي شي چې  خپل ګرامر ته یوه کتنې وکړي او یا په ګرامر کې هغه نقطو ته چې پری باروی نه یاست یوه کتنه وکړي. یا یی د یوې کارې مرکې د چمتوالی لپاره وکاروي.

وروسته له خبرو اترو تاسو ته یو لیک درکول کیږي چې ټول هغه نوي څیزونه چې تاسو زده کړي وي، ویي (لغات) تاسو باید تمرین کړي او د سرچېنو پیوندونه چې ستاستو لپاره ګټورې وې.

د هرې کچې انګریزی کورسی

 د هرې کچې انګریزی کورسونو وړاندیز هم کوي، سره له سوداګریزې انګریزی. مونږ پر لیکه (انټرنیټي) کورسونه هم لرو چې له یوې نه تر شپږو میاشتو پورې دوام کوي، او د ب۱ تر کچې دي. که غواړې چې له دي هم د لوړې کچې انګریزی کورس ووایاست نو له خپل ښوونکی سره ساعتونه وټاکې (امر ورکړي).

انګریزی کورسونه یوازې د هغه کسانو لپاره ندي چې غواړې انګریزی زده کړي، بلکه هغه کسان هم یاد کورس اخستلي شي چې غواړي خپله انګریزی د TOEFL-test  یا IELTS-test ته چمتو کړي تر څو له هیواد څخه د باندی لوړې زده کړې وکړي. زمونږ د انګریزی کورس ښوونکې د امریکا له متحده ایالاتو څخه دي، چې په ناروې کې اوسیږي. 

له کارنسه سره ووینئ

په یوټوب کانال کې تاسو کولاي شي چې د کارنسه د زده کړو نمونه وګورې. دا لاندی تړونی باندې کلیک وکړئ او زمونږ د پرلیکه کورسونو یوه ویډیو وګورئ. 

نومکښنه وکړه

موږ نوي زده کوونکو ته سترګې په لاره یو. موږ ټولو ته ښه راغلاست وایو، پروا نه کوي چې په کومه کچه تاسو یاست، یا کومه کچې ته غواړي چې ورسي. زمونږ هداف دا دی چې تاسو ښه نارویژي زده کړي.

Kontakt

+47 400 48 599
post@note.no